ترکیه کې افغان سفیر: ترکیه کې ۴۰زره افغان کډوال دېره دي

په انقره کې د افغانستان سفیر وايي، اوس مهال څلوېښت زره افغان کډوال په غیرقانوني ډول په ترکیه کې دېره دي.

امان الله جیحون تیر ماښام ازادي راډیو ته وویل په ترکیه کې د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره په دې هېواد کې د افغان کډوالو لپاره امکانات هم کم شوي، خو ښاغلي جیحون زیاته کړه چې د ترکیې حکومت د افغان کډوالو د قانوني کولو هڅه کوي:

"شااوخوا څلوېښت زره کډوال لرو چې اسناد نه لري، په غیرقانوني لارو ترکیې ته راغلي دي او ترکیه هڅه کوي چې د دوی مهاجرت قانوني کړي یعنې هغه کسان چې په وېزه راځي، دلته د پاتې کېدو لپاره یې یولړ اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي."

په ترکیه کې افغان سفیر همداراز هغه راپورونه هم رد کړل چې وايي، د افغانستان سفارت د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې ناغېړي کوي.

ترکیه اروپا ته د کډوالو د غیرقانوني سفر مهمه لاره ده او د راپورونو له مخې زرګونه افغانانو په وروستیو څو کلونو کې د ایران، ترکیې او یونان له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کړې.