ارګ کورنیو چارو وزارت کې نوې مقررۍ اعلان کړې

ارګ د کورنیوچارو په وزارت کې د نویو مقرریو خبر ورکړی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه ویلي چې جنرال مرادعلي مراد د کورنیو چارو وزارت د لوی امنیتي معین په توګه ټاکل شوی دی.

جنرال مراد مخکې د لوی درستیز مرستیال و.

د ارګ په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دفاع وزارت د بېړنیو حالاتو رئیس جنرال امین الله کریم د کورنیو چارو وزارت د اداري معین او عبدالخلیل بختیار د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پرضد د مبارزې د معین او د چارو ادارې د دفاع او امنیت رئیس جانان بارکزی د دې وزارت د لومړي معین په توګه ټاکل شوي.

د ارګ بیان زیاتوي چې محمد فرید افضلي د کورنیو چارو وزارت د کشف او د جرایمو پرضد د مبارزې د عمومي رئیس په دنده ګومارل شوی دی.

د جمهوري ریاست د بیان له مخې د ولسمشر له امر سره سم د کورنیو چارو وزارت په څو نورو مهمو پستونو کې هم نوې مقررۍ شوې دي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې په یو وینا کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و او ویلي یې و چې دا د منلو وړ نه ده.