امریکا سوریه کې د بشار اسد پر ملاتړو وسله والو بمبار کړی

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا پوځ په سوریه کې پر هغو وسله والو بمباري وکړه چې د سوریې حکومت یې ملاتړ کوي.

د امریکا پوځ وايي دا ملېشې د اردن سرحد ته نېږدې د رژیم هغو وسله والو مخالفینو ته چې امریکا یې ملاتړ کوي، یو خطر دی.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې «ات. تانف» At Tanf ښارګوټي ته نېږدې دې بمبارۍ لږترلږه یو ټانک او یو بولدوزر ویجاړ کړي او یوه بل چارواکي ویلي بمباري وروسته له هغه وشوه چې امریکايي الوتکې د دې وسله والو د پرمختګ د مخنیوي په مقصد د هغو د ویرولو لپاره د خبرداري ډزې وکړې.

د سوري وسله والو د هغې ډلې چې امریکا یې ملاتړ کوي یوه غړي ویلي دي چې په دې بمبارۍ کې د سوریې او ایران تر ملاتړ لاندې د ملېشو وسله وال په ات تنف کې د هغې اډې خوا ته روان وو چې د امریکايي او بریتانوي کومانډو په ګډون د امریکا او د امریکا د متحدانو ځواکونو کار ترې اخیست.

د راپورونو له مخې امریکايي الوتکو هغه مهال هوايي حملې پیل کړې چې وسله والو مخالفینو د سوریې او د ایران د حکومتونو له پلوي ځواکونو سره هغه مهال ننښتې وکړې چې د یادې شوې اډې دېرش کېلومتري واټن ته د پرمختګ په حال کې و.