ټرمپ: انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنو اعادوې بې بنسټه دي

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو ادعا بې بنسټه ده او زیاته یې کړه چې د ده د ټیم او روسیې ترمنځ هېڅ راز اړېکي نه وې.

ټرمپ پرون د کولمبیا له ولسمشر خوان مانویل سانتوس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ده او د ده کمپاین له روسیې سره هېڅ راز اړېکي نه لرل.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه د تحقیقاتو د یوې ځانګړې ډلې د جوړېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې اقدام هرکلی کوي خو تینګار یې وکړ چې دا هرڅه په ده پسې جوړه شوې ډنډوره ده:

"زه د دې اقدام درناوی کوم خو دا ټولې هسې ډنډورې دي، زما او زما د کمپاین غړو له روسیې سره هېڅ راز اړیکي نه لرل،زه فکر کوم دا مسئله زموږ هېواد سره وېشي او زموږ هېواد هسې هم د دې او نورو مسایلو پرسر وېشلی دی."

ټرمپ همداراز دا په کلکه رد کړه چې ګې ده د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې «اف. بي. ای» پر لېرې کړل شوي رئیس جیمز کومي فشار راوړی و چې د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلین په اړه تحقیقات پای ته ورسوي.