غني: له ۳ تر۵ زرو امریکايي سرتېرو استول د امنیت ټینګښت لپاره کافي دي

د افغانستان ولسمشر ویلي هغه درې تر پنځو زرو پوري اضافي امریکایې سرتېرې چې د امریکا ولسمشر یې افغانستان ته پر لېږلو غور کوي، د افغانستان د امنیتي وضعیت کابو کولو لپاره کافي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر یوولسمه نېټه له ټایم مجلې سره یوه ځانګړې مرکه کړې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه.

په دې مرکې کې ښاغلي غني د پنځو زرو اضافي امریکایي سرتېرو د بسنې دلیل دا ښودلی چې د ده په خبره افغانستان د فرقو په سطح پوځي سلا مشورو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني.

ولسمشر غني زیاتوي چې د قول اردو ګانو په سطح افغانستان مشاورین لري، خو د فرقو په سطح د افغانستان ځواکونه اضافي ملاتړ ته اړتیا لري.

وړاندي تر دې چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان کړي، افغان حکومت خپل څلور کلن پلان له ولسمشر ټرمپ سره شریک کړی دی او په دې پلان کې یې خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه ذکر کړي دي.

ولسمشر غني ټایم مجلې ته ویلي چې د دې پلان پر جوړولو د افغانستان د ملي امنیت شورا ورسره موافقه ده.

ښاغلی غني وایي، د خپلو متحدینو په اجرایي پرېکړو کې مداخله نه کوي او نه هم غوښتنې مطرح کوي.

دی وایي، هرڅه باید د ګټو پر اساس او پر واقعیتونو ولاړ وي.

ولسمشر غني وایي، په ۲۰۱۴کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له ختمېدو سره د امنیتي مسؤلیتونو انتقال یو ترسره شوی کار دی او په دې اړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور یو ځل بیا پخوانۍ شمېر ته ورسېږي، نه د نړیوالو د علاقې وړ خبره ده او نه هم په افغانستان کې دننه څوک ورته لېوالتیا لري.

د ښاغلي غني په خبره هغه لاره چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې پر مخ وړي، د دوه اړخیزو امنیتي موافقو پر اساس ده.

اوس مهال په افغانستان کې د ناټو ایتلاف شااوخوا دیارلس زره سرتېرې دېره دي چې په دې کې ۸۴۰۰ یې امریکایي سرتېري دي.

دوی افغان ځواکونو ته پوځي سلامشورې ورکوي.

ولسمشر اشرف غني د ټایم مجلې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له نړیوالو اضافي سرتېرو پرته په افغانستان کې امنیت ټینګېدای شي وویل:«بلي، امنیت راتلای شي»

د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه ده چې ورځ تربلې لا بدتره شوې ده.

د راپورونو له مخې د افغانستان د خاورې شپیته سلنه د حکومت تر کنټرول لاندي ده.

افغان ځواکونه پر طالب وسله والو سربېره د داعش یا اسلامي دولت ډلې او نورو وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.