د عدالت نړیواله محکمه نن د هند د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي

د عدالت نړیواله محکمه به نن د ورځې په اوږدو کې د هند د هغې بېړنۍ غوښتنې په اړه پرېکړه واوروي چې پاکستان دې د هند د سمندري پوځیانو د یوه پخواني افسر اعدام وځنډوي.

د هند د سمندري ځواکونو متقاعد افسر کولبوشان سودهر یادف هند ته د جاسوسۍ په تور په پاکستان کې بندي دی.

په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ویلي چې نن به د دې محکمې رئیس روني ابراهم د هند د غوښتنې په اړه پرېکړه غرمه مهال په عام محضر کې واوروي.

د مې په پنځلسمه په ملګرو ملتونو کې د هند استازیو په یوه بېړنۍ ناسته کې د یادف لپاره د پاکستان د یوې پوځي محکمې له خوا د مرګ سزا اورول غیر عادلانه کار وباله او ویې ویل چې د یادې قضیې په اړه اسلام اباد د معلوماتو په ورکولو کې نوي ډهلي ته پاتې راغلی دی.

خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د هند متقاعد افسر یادف منلې چې د هند له خوا د پاکستان د بېګناه خلکو د وژنې د تمویل لپاره لېږل شوی و.

کولبوشان یادف تېر کال په بلوچستان کې نیول شوی و.

هند ویلي یادف کوم جاسوس نه و بلکې له ایران تښتول شوی و.

د یادف نیول کېدو او هغه ته د مرګ سزا اورولو په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ سړې اړیکې لا پسې خرابې کړي دي.