ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخابات بنسټ وايي، په روان کال کې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل نا ممکن دي.
د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوبزاده نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د حکومت او نړیوالو ټولنې تتو اقداماتو ته په کتو په راتلونکي کال کې د انتخاباتو ترسره کېدل ستونزمن دي:
"سیاسي ارداه نشته او په ورته وخت کې زماني او حقوقي تعهد هم وجود نهلري نو کله چې تاسو دا وضعیت مطالعه کوئ او ګورئ یې نو ډېره به مشکله وي چې انتخابات دې ان په راتلونکي کال کې هم ترسره شي."
ښاغلی ایوبزاده ادعا کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانونو انتخابات د حکومت په لومړیتوبونو کې نشته او دې مسئلې د انتخاباتو بنسټونو لپاره جدي ستونزې پیدا کړي دي.
ټیفا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې حکومت او په خاصه توګه ارګ ماڼۍ تل بیا دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې چې ګواکې حکومت د انتخاباتو ترسره کولو ته سیاسي اراداه نهلري.