سکاپاروټي: افغانستان کې دې د نړیوالو ځواکونو تشه ژر ډکه شي

په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان وویل، هرڅومره ژر چې کیدای شي په افغانستان کې باید د نړیوالو ځواکونو تشه ډکه شي.

جنرال مایکل سکاپاروټي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د غوښتنې په ارتباط دا خبره پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارواکو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه:

"څومره ژر چې موږ هغه ته دا کمبود برابروو، همهغومره بهتره ده. دلته به په ناټو کې ډېر ژر په دې اړه پریکړه وشي. له عادي وخته نه یوو اوښتي، د هغه غوښتنلیک راسپارل شوی، موږ د سرمشریزې په درشل کې یوو. زه فکر کوم چې ډېر وخت به دا پریکړه ونه نیسي. "

جنرال سکاپاروټي زیاته کړه چې د افغان ځواکونو ظرفیتونه باید دومره لوړ شي چې طالبان په خپله د سولې خبرو ته سر ټیټ کړي.

جنرال سکاپاروټي بیا وویل چې زه ډاډه یم چې دې مرحلې ته رسېږو.

دا معلومه نه‎ده چې د ناټو غړي هېوادونه به څومره پوځیان افغانستان ته واستوي.

خو یو شمېر امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې امریکایي قوماندانانو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه تر پنځوس زره د ډېرو امریکایي پوځیانو غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته یې ولېږي.