ترکیه کې د افغانانو د وژلو د ادعا په اړه د مشرانو جرګې غبرګون

په ترکیه کې له ترکانو سره د افغان کډوالو فزیکي شخړې په کابل کې غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ وايي چې په ترکیه کې د افغان کډوالو او ترکانو تر منځ په نښتو کې څه باندې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

فضل‌الهادی مسلمیار د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت او ترکیې څخه د دغې قضیې د جدي څېړلو غوښتنه وکړه.

ښاغلی مسلمیار وايي د اجتماعي رسنیو د معلوماتو او له ترکیې څخه د ترلاسه شویو اړیکو پر اساس له تُرکانو سره د افغان مهاجرینو په نښتو کې له ۱۲ تر ۱۵ کسانو پورې وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"تر ۱۵ پورې کسان‌یې شهیدان کړي او ښايي له دې هم پېښه جدي وي کوم تماسونه چې نیول شوي وايي، لا هم ټپیان په خونو کې شته له بده مرغه ډېره بده پېښه وه که د افغانستان خلک د غریبۍ لپاره د نړۍ هر ځای ته ځي نو مصؤنه نه‎دي."

په ځینو رسنیو کې د خپاره شویو راپورونو له مخې د روانې میلادي میاشتې په ۱۴مه نېټه د ترکيې د استانبول ښار د غازي عثمان سیمه کې له تُرکانو سره د افغان پناه غوښتونکو فزیکي شخړو دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ترکیې د مهاجرت ادارې د راپور له مخې چې ترکیه کې د افغان سفارت له لوري خپور شوی د افغانانو او تُرکانو تر منځ نښتو کې یو افغان وژل شوی دی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې د یادې قضیې په اړه تر دې دمه د ترکي پولیسو ۳۰۰ د سوریې وګړي، ۲۰۰ پاکستانیان او ۳۰ افغانان نیولي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اجتماعي پاڼو کې هغه انځورونه او وېډیوګانې چې د افغانانو او تُرکانو د نښتو په اړه خپرې شوي، نه‌تائیدوي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې جګړه لومړی د مهاجرینو په منځکې شوې چې لا یې هم هویت نه‌دی معلوم خو ترکی وګړی د منځګړیتوب پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلی مستغني دغه پېښه جنايي ګڼي او وايي چې استانبول کې د افغان قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې ګمان نه‌کېږي چې دغه پېښه کې دې افغانانو ته زیان رسېدلی وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

دی وايي:

"ګمان نه‌کېږي چې دغه پېښه کې افغانانو ته زیان رسېدلی وي ځکه په کومه سیمه کې چې شخړه شوې هلته زیات افغانان نه‌اوسېږي، د سیمې نوم غازي عثمان دی او تر ډېره په‎کې د سوريې، پاکستان او نورو هېوادونو مهاجرین اوسېږي."

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا په دې اړه متفاوت نظر لري.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد مېاخېل وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شخړه د افغان او د سوري مهاجرینو تر منځ شوې او ترکی وګړي د منځګړیتوب پر مهال وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره له هغې وروسته د سیمې خلکو د غچ اخیستلو په هدف پر افغان او سوري مهاجرینو حمله کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په استانبول کې افغان قونسلګرۍ او په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي او که په دې پېښه کې افغانانو ته زیان رسېدلی وي سفارت به‌یې عاملینو ته د سزا غوښتنه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس