مستغني: د ترکیې وروستۍ پېښه کې ډېر کم افغانان وژل شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه ردوي چې ګنې د ترکیې په استانبول ښار کې د ترکانو او کډوالو تر منځ په وروستۍ شخړه کې په ډېر شمېر کې افغانان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شکېب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل، په کومه سیمه کې چې شخړه شوې ده هلته د افغانانو شمېر ډېر کم دی.

ښاغلی مستغني زیاتوي:

"کومې شمېرې چې په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې خپرې شوي چې ګنې په وژل شویو او ټپیانو کې ټول افغانان دي دا قطعاً د هېڅ رسمي سرچینې له‌خوا نه‌دي تائید شوي."

د ځنیو راپورونو له مخې د ترکیې په استانبول ښار کې د دوشنبې په ورځ د دوو کډوالو تر منځ په نښته کې د یوه ترک وګړي د وژل کېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو او کډوالو تر منځ شخړه شوې او یو شمېر کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ځينو ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي چې ګنې ډېری وژل شوي افغانان دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د دغو ګډوالو هویت نه‌دی څرګند.