د ډېورنډ کرښې د له منځه وړو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د ډېورنډ کرښې د لمنځه وړلو په اړه د اروپايي پارلمان د مرستیال رئیس خبرو ته په اشارې سره یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، وخت یې رارسېدلی چې د ډېورنډ په اړه نړیوال سیاستونه د افغانستان په ګټه بدل شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ډېورنډ هغه کرښه ده چې د افغانستان سیاسي او ټولنیز تاریخ ‎یې له لوړو، ژورو ډک کړی او دغه هېواد ‎یې د تاریخ په اوږدو کې له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي، دغه ستونزه لاهم پر خپل ځای پاتې ده، افغانستان لا هم د خپلې خاورې تاریخي حدود غواړي، خو د ده په خبره داسې ښکاري چې د افغانانو درد اوس نړیوالو هم درک کړی او دغه غږ یې ورته بدرګه کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي، نړیوال باید پوه شي چې تر کومه د ډېورنډ کرښه وي، افغانستان او سیمه به امن نه شي او نه به غرب او لوېدیځ له خطره بچ شي، ځکه، د سرمقاله لیکونکي په باور پاکستان د ډېورنډ کرښې د تر لاسه کولو لپاره داسې لارې چارې سنجولي چې له مخې یې یاده سیمه په هېڅ ډول د ترهګرۍ له ګواښه ونه ژغورل شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

هېواد لیکلي، د اروپايي پارلمان مرستیال رئیس د افغان سولې لپاره پر حقایقو ولاړ داسې وړاندیز کړی چې له مخې‎ یې په افغانستان او سیمه کې سوله راتلای او ترهګري له منځه وړلای شي.

ده ویلي، هغه وخت راغلی چې ډېورنډ کرښه له منځه یوړل شي او له افغانستان بېلې شوې ځمکې بېرته نوموړي هېواد ته وسپارل شي.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د نوموړي له دغو څرګندونو تود هرکلی شوی دی او خلکو غوښتي چې اروپا او امریکا دې د اروپايي پارلمان د مرستیال رئیس دغه وړاندیز ومني.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا چې اروپا او امریکا په افغانستان کې حضور لري او د ترهګرۍ پر ضد جګړه باید وګټي، نو د افغانستان له اصلي پولو نه باید پاکستان په شا او بېلې شوې ځمکې دې بېرته سره یو ځای کړي.

د ده په خبره، دا د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره یوازنۍ لار ده او له دې پرته به دغه پدیده د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ وي چې نور به هم جدي شي.