د ننګرهار پر ملي راډيو ټلوېزیون د برید مسؤلیت داعش ومانه

د ننګرهار ولایت مقام وايي چې د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون پر ودانۍ د وسله‌والو په برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه دفتر له‌خوا له ازادي راډیو سره په شریک شویو معلوماتو کې راغلي چې په دغه پېښه کې د ننګرهار د ملي راډیو ټلوېزیون د ۴ کارکوونکو په شمول ۲ تنه پولیس وژل شوي دي.

یاد معلومات په ډاګه کوي چې نن مخکې له غرمې د ۱۰:۳۰ بجو په شااوخوا کې څلورو وسله‌والو د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون پر ودانۍ برید وکړ چې یوه برید کوونکي د دغې ودانۍ په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه او درې تنه نور ورننوتي دي.

درې تنه نور برید کوونکي وروسته له نېږدې ۳ ساعته نښتې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول او نښته پای ته ورسېده.

د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخېست.

  • پخواني معلومات:

    د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر ملي راډيو ټلوېزيون وسله وال بريد کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې ترسره شوی.

نوموړي وویل چې جګړه پای ته رسېدلې او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو او ټپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي دي.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتي څلور واړه وسله‌وال وژل شوي او جګړه ارامه ده.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ تنه ټپيان دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتي ۴ وسله‌وال وژل شوي.

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار د ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته نېږدې د نن سهار د ډله‌ییزې حملې د یوه وروستي حمله کوونکي د وژلو په هدف د دوی جګړه روانه ده.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې درې حمله کوونکي وژل شوي دي.

نوموړي وویل:

"ساعت وړاندې یوه ترورېستي حمله په ننګرهار کې ترسره شوې ده او وسله‌وال یوې ودانۍ ته چې د ملي راډيو ټلوېزیون سره نېږدې ده ننوتلي دي خو دغه وسله‌وال د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي چې په ترڅ کې یې درې وسله‌وال وژل شوي او یو لا هم مقاومت کوي اوس‌مهال د پېښې په ځای کې تصفیوي عملیات روان دي."

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د ملي راډيو ټلوېزیون ډېر شمېر کارکوونکي په ودانۍ کې دننه بند پاتې دي.

ویل کېږي چې دغه سېمه کې درې چاودنې هم شوې دي.

خو چارواکو تر اوسه د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت مقام ته نېږدې د ملي ټلوېزیون ودانۍ ته یو شمېر وسله‌وال ننوتي دي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې دا مهال د ملي ټلوېزیون په ودانۍ کې سخته جګړه روانه ده او ډېر شمېر کارکوونکي په ودانۍ کې دننه بند پاتې دي.

ویل کېږي چې د پېښې ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي دي.

په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

  • پخواني معلومات

جلال‌اباد کې همدا شېبه د ننګرهار ملي ټلوېزیون ته وسله‌وال ننوتي دي او جنګ روان دی.