کندز چارواکي: د قلعۀزال مرکز او ۳۰ کلي له وسله‌والو پاک شوي

د کندز د قلعۀزال ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په پایله کې یې ۳۰ کلي د یادې ولسوالۍ له مرکز اق‌تپه سره د طالبانو له شتونه پاک کړي او لا هم په سیمه کې عملیات روان دي.

د قلعۀزال ولسوال محبوب‎الله سعیدي سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې دولتي ودانۍ د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا ویجاړ شوي او یا هم سوځول شوي دي.

د ښاغلي سعيدي په وینا چې بې‌ځایه شوي کورنۍ هم خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي.

په همدې حال کې د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد سفر اکبري بیا وايي چې دوی په تصفیه شویو سیمو کې د ډاډمن امنیت په خاطر امنیتي پوستې جوړوي.

خو نوموړی د ملکي وګړو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

قلعۀزال ولسوالۍ له بلخ او کندز ولایتونو او د ۱۶۰ کېلو متره په اوږدوالي له تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.