کورنیو چارو وزارت: راتلونکو ۲میاشتو کې به د برېښنایي تذکرو وېش پیل شي

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د الیکترونیکي تذکرو د ویش لپاره فرمان صادر کړ، د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي په راتلونکو دوو میاشتو کې د دغې پروسې اصلي کارونه پيل کړي.

د دغه وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ډېر ژر به د الیکترونیکي تذکرو ازمایشي لړۍ پيل شي او ورپسې به‎یې اصلي بهیر هم پیل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش وویل:

"لومړي پړاو یې ازمایشي دی چې یو څو ورځې به ونیسي او ورپسې به اساسي پړاو پيل شي، زیاته هڅه به وشي چې ډېر ژر پيل شي، شاید شااوخوا یوه یا دوه میاشتې وخت ونیسي، څو اصلي پړاو ته ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د برېښنايي تذکرو د وېش او له دغه ملي بهیره د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت او اجرائیه ریاست له‌خوا د څارنې په اړه يو نوی فرمان صادر کړی.

دغه فرمان چې د غويي میاشتې په ۲۳مه صادر شوی، تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا رسنیو ته ولېږل شو.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت وايي، دوی هم د دغه بهیر د پيل لپاره مالي امکانات چمتو کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل:

"د ولسمشر د فرمان په اساس، مالیې وزارت په دې برخه کې د امکاناتو د چمتوالي لپاره لازم چمتووالی لري او له اړوندو ادارو او نړیوالې ټولنې سره په هغمږۍ په دې اړه اقدام کېږي."

خو په هېواد کې روانه ناامني د دغې پروسې په وړاندې لوی ګواښ ګڼل کېږي.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، روانې ناامنۍ ته په کتو ممکن په زیاتو سیمو کې خلک ونه توانېږي چې دغه تذکرې واخلي.

د پوځي چارو افغان کار پوه عتیق‌الله امرخېل

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق الله امرخېل وايي، د یو شمېر ولسوالیو په ګډون د هېواد ځینې سیمې او کلي د وسله‎والو مخالفینو په کنټرول کې دي، نو له همدې امله د الیکترونیکي تذکرو د وېش مسؤلین به ونه توانېږي چې دغو سیمو ته سفر وکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، د دغې پروسې په وړاندې جدي ستونزې نه دي موجودې او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د دغه بهیر امنیت خوندي کړي.

راپور: رحمت الله افغان