د«اچ.ای.وي» ناروغۍ زیاتېدو په اړه د روغتیا وزارت اندېښنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د «اچ. ای. وي» یا ایډز د ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

د دغه وزارت د ۲۰۱۶ میلادي کال په راپور کې راغلي په ټول افغانستان کې د «اچ. ای. وي» ۲۲۹۰ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۵۹ تنه مړه شوي دي.

وړاندې په راپور کې راغلي بې وزلي، کورنۍ جګړې، بیکاري، د مخدره موادو استعمال، غیر روغتیايي چاپېریال په افغانستان کې د «اچ. ای. وي» ناورغۍ د زیاتوالي عمده لاملونه دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، هڅې یې پیل کړی څو د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه او د پراخېدو مخنیوی یې وکړي.