د برېښنايي تذکرو پر ازموینې د ځينو سناتورانو انتقاد او د غونډې تحریم

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د جرګې عمومي غونډې ته د یو شمېر مسؤلینو د نه‌حاضرېدو په غبرګون جلسه تحریم کړه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، د نفوسو د احوالو ثبتولو او د برېښنايي تذکرو د وېش د ادارو رئیسان د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومي غونډې ته حاضر نه‌شول چې یو شمېر سناتورانو له همدې امله غونډه تحریم کړه.

دغو سناتورانو چې شمېر یې شااوخوا ۲۰ سناتورانو ته رسېده یوې خبري غونډې ته راغلل او ویې‌ویل، تر کومه چې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو لپاره اخیستل شوې ازموینه لغوه نه‌شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

زلمی زابلی.

سناتو زملي زابلي په دې اړه وویل:

"مشرانو نن دا پرېکړه وکړه چې موږ به تر هغو عمومي مجلس ته نه‌ځو چې زموږ غوښتنې نه‌وي منل شوې، یا دې چارواکي زموږ مجلس ته ولېږي او یا دې هم ازموینه لغوه کړي، که چېرې دا ازموینه لغوه نه‌شي، د زرګونه کسانو حق خوړل شوی دی، دوی بیا تذکره نه‌غواړي او له دې څخه غټ بحران جوړېږي."

دوى وایي، د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو لپاره په ازموینه کې ناانډولي شوې او یوازې په یوه ژبه ازموینه اخیستل شوې ده.

دا ازموينه دوه اوونۍ وړاندې «د غويي په ١۵مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسيون له لوري په کابل کې واخيستل شوه.

په دې تړاو له ازموینې ناراضي کسانو او یو شمېر مدني ټولنو هم خپل غږ پورته کړی او د ټولنیزو رسنیو له لارې هم له دې امله پر یادې ادارې انتقادونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د برېښنايي تذکرو د وېش او له دغه ملي بهیره د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت او اجرائیه ریاست له‌خوا د څارنې په اړه يو نوی فرمان صادر کړی.

دغه فرمان چې د غويي میاشتې په ۲۳مه نېټه صادر شوی تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا رسنیو ته ولېږل شو.

سناتورانو اداري پلاوی تورن کړ چې د استجواب کوونکو کسانو په نه‌حاضرېدو کې لاس لري.

سناتور رحمت‌الله اڅکزي په دې اړه وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې دغه تالار یوازې د اداري پلاوي د شخصي ګټو قرباني شوی دی، دا ټول په اساسي قانون کې صراحت لري، چارواکي کله هم په جلسه کې له ګډون نه سرغړونه نه‌شي کولای تر هغې چې تاسې ورسره جوړښت ونه‌کړئ."

محمد علم ایزدیار.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د جلسې مشري یې کوله د سناتورانو ادعاوې رد کړې او په دې اړه‌یې وویل:

"موږ قطعاً نه تفاهم کړی او نه مو هم د دې رضایت درلود چې چارواکي جلسې ته رانه‌شي، د مخکېنیو پرېکړو له مخې د یکشنبې په ورځ دغه چارواکي باید حاضر شي او د جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي."

خو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له‌خوا مشرانو جرګې ته په یوه استول شوي مکتوب کې لیکل شوي، له دې امله چې د برېښنايې تذکرو د وېش ادارې مشر همایون محتاط په سفر دی نو په ګډ تفاهم سره پرېکړه شوې چې اړوند چارواکي د مشرانو جرګې یوې بلې ناسته کې حضور پیدا کړي.

سناتوران خبرداری ورکوي که چېرې مسؤلین د دوی راتلونکې جلسې ته حاضر نه‌شي دوی به په لویو اعتراضونو لاس پورې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ