کابل کې د ملګرو ملتونو استازي له ګلبدین حکمتیار سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه لیدنه د تدامیچي یاماموتو د کارونو هغه برخه ده چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ افغان حکومت هڅه کوي هغه کسان چې د عادلانه سولې مینه وال وي ورسره روغه جوړه وشي.

خبر پاڼه زیاتوي ښاغلي یاماموتو د افغان حکومت حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون له پلي کېدو هرکلی وکړ.

په خبر پاڼه کې دغه شان راغلي یوناما د ګلبدین حکمتیار هغې ژمنې وستایلې چې د اساسي قانون او نورو موجودو حقوقي نورمونو په رڼا کې خپل فعالیتونو پرمخ وړي.