د مشرانو جرګې ۲۰ غړو نننۍ جلسه تحریم کړه

د مشرانو جرګې یوشمېر غړو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون او همدارنګه د ثبت احوال نفوس ادارې رئیسانو د جرګې عمومي غونډې ته نه حاضرېدو په غبرګون کې جلسه تحریم کړه.

دوی چې شمېر یې شااو خوا ۲۰ سناتورانو ته رسېده ټینګار کاوه تر هغې چې د برېښنايی تذکرو لپاره اخیستل شوې ازموینه لغوه نه شي د جرګې عمومي غونډو ته به حاضر نه شي.

اعتراض کوونکي سناتور زلمي زابلي د مشرانو جرګې اداري پلاوی تورن کړ چې د استجواب کوونکو کسانو په نه حاضرېدو کې دوی لاس لري.

خو د دغې جرګې لومړي مرستیال علم ایزدیار چې نن ورځ یې د جرګې د مشري کوله دغه تورن رد کړل وویل چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به نادر نادري او همایون محتاط استجواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني برېښنايي تذکرو د وېش او له دغه ملي بهیره د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت او اجرائیه ریاست له ‌خوا د څارنې په اړه يو فرمان صادر کړی.