د لښکرګاه اوسېدونکي پر تازه ناامنیو مسؤلین په بې‌کفایتۍ تورنوي

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي تازه ناامنیو اندېښمن کړي دي.

دوی د هلمند ولایتي شورا، دولتي مسؤلین په بې‌کفایتۍ تورنوي او د لښکرګاه په څو حوزو کې روانه جګړه د اندېښنې وړ بولي.

د هلمند چارواکي هم د خلکو او ولایتي شورا تشویش پر ځای بولي، خو ښار ته په نېږدې سیمو کې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه کاله کېږي چې د لښکرګاه څلورمه حوزه د وسله‌والو په ولکه کې ده او په ځینو نورو کې يې د افغان ځواکونو او وسله‌والو تر منځ جګړې روانې دي.

تفصیل‌یې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور