ولسمشرغني: د جګړې دوام جنسیتي بېعدالتۍ ته لار هواره کړې

«ښځې د سولې پیغام لېږدونکې» دا د هغه سمپوزیم نوم دی چې په کابل کې د سولې په بهیر کې د افغان مېرمنو د ونډې په هدف جوړ شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني دې سمپوزیم ته د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان کې د روانې تحمیل شوې جګړې اصلي قربانیان مېرمنې دي.

د ښاغلي غني په خبره د جګړې دوام جنسیتي بې‌عدالتۍ ته لار هواره کړې او په افغانستان کې د نارینه‌و په پرتله مېرمنې درې برابره د سواد له نعمته محرومې دي.

نوموړی وايي:

"د جنسیتي بې‌عدالتۍ مهم علت د جګړې او ناامنۍ دوام دی، په افغانستان کې له سواده د محرومو مېرمنو شمېر د نارینه‌و درې برابره دی او علت‌یې هم هغه جګړه ده چې زموږ هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی."

ولسمشر دغه‌شان په افغانستان کې د سراسري او دایمي سولې د ټینګښت په هدف له تېري څخه د هر افغان د حق خوندیتوب، مهم وباله.

د ښاغلي غني په خبره افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه هغه مهال خوندي کېدای شي چې اساسي قانون په بشپړه توګه عملي شي او د ده په خیره حکومت دې چارې ته ژمن دی.

که څه هم په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغان مېرمنو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د بېلابېلو بنسټونو له لوري خورا ډېرې پیسې مصرف شوي خو لاهم ولسمشر غني وايي چې د نارینه‌و په پرتله مېرمنې درې برابره له سواده محرومې دي.

د امنیت نه‌موجودیت، د ښځو د حقوقو د خوندیتوب لپاره د یو بشپړ مېکانیزم نشتوالی، د قانون نه‌تطبیق، ناوړه دود او دستور، د نارینه‌و واکمني او بې‎سوادي اوس‎مهال د افغان مېرمنو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

لومړی مېرمن بي‌بي ګل غني بیا د ښځو سمپوزیم ته د خبرو پر مهال وویل چې ښځې له ډول-ډول ستونزو سره مخ دي خو تر ټولو جدي یې روانه جګړه ده چې ډېره قرباني ترې اخلي.

اغلې غني وايي، افغان مېرمنې باید د روانې جګړې په ختمولو کې مهم رول ولوبوي خو پیل‌یې له دغه ملي سمپوزیمه کېدای شي چې دې برخه کې خپل مهم نظرونه او غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي.

لومړۍ مېرمن بي‌بي ګل غني

نوموړې وايي:

"موږ مېرمنې د دې ټولنې نیمايي برخه یو، باید غږ مو پورته شي او دا ووایو چې نور تاوتریخوالی بس دی! دوی په دوامداره توګه تاوتریخوالی کوي او وضعیت خرابوي نو ځکه موږ پرمختګ نه‎شو کولای."

د ښځو دې ملي سمپوزیم ته په اسیا کې د اروپايي ټولنې مرستیالې پاولا پامپلونې بیا وویل چې د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب برخه کې د حکومت اقدامات باید سراسري وي او ټولو ته د مشارکت زمینه برابره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس