غني: د جنسیتي بې‌عدالتیو مهم لامل د جنګ دوام دی

ولسمشر اشرف غني وايي، په هېواد کې د جنسیتي بې‌عدالتیو مهم لامل د جنګ دوام دی او د سواد څخه د محرومو ښځو شمېر د نارینه‌و په پرتله درې برابره دی.

ښاغلي غني نن کابل کې د "افغان مېرمنې د سولې قاصدانې" په نوم جوړ شوي سپموزیم ته وویل چې ښځې د جنګ عاملانې نه بلکې د جنګ قربانیانې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ښځې د روانې تحمیلي جګړې لويې قربانیانې دي، دوی د جنګ عاملانې نه‌دي خو د جنګ شهیدانې دي، د جنګ ټپيانې دي او د جنګ مهاجرانې دي."

ښاغلي غني وویل، سره له دې چې روانې جګړې د ښځو په ژوند ډېر ناوړه اغېز کړی خو بیا هم افغان مېرمنو په تېرو ۱۶ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

ولسمشر غني له مېرمو وغوښتل چې په هېواد کې د تل‌پاتې سولې د ټينګښت په برخه کې خپلې سپارښتنې له حکومت سره شریکې کړي.

په دغه سمپوزیم کې د ولسمشر تر څنګ، لومړۍ مېرمن رولا غني د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‌الدین رباني او يو شمېر مدني فعالانو هم خبرې وکړې.