ولسي جرګه د سرپل صیاد کې د ناپېژانده هلیکوپټرو کېناستل څېړي

د افغانستان ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله څو د وسله ‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوو هلیکوپټرو کېناستلو او اکمالاتو په تړاو څېړنې وکړې.

د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د ولسي جرګې د غړو له څرګندونو وروسته په دې اړه وویل.

"په هر ځای کې چې دغو هلیکوپټرو وسله والو ته اکمالات کړي وي کمېسیون باید د امنیتي او کشفي ادارو چارواکي وغواړي او ترې په دې اړه وضاحات وغواړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د وسله ‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې دوه هلیکوپټرې ناستې دي چې وسله والو ته یې اکمالات کړي دي.