د افغان معلولو سرتېرو ټیم لپاره لوبغاړي انتخابېږي

په کاناډا کې د «انویکټوس» په نوم د نمایشي سیالیو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د معلولیونو ورزشي لوبډلې ته لوبغاړي غوره کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق بهرامي د شنبې په ورځ د افغان معلولو سرتېرو د لوبډلې د ټاکلو په پرانستغونډه کې وویل چې د لسګونو معلولو لوبغاړو له ډلې چې کوم اووه لوبغاړي ټاکل کېږي، د دوی هیله ترې دا ده چې په انویکټوس سیالیو کې د خپلو ملګرو ښه استازولي وکړي.

د يادې اووه کسیزې لوبډلې د ټاکلو لپاره څلوېښت تنه د معلولیت لرونکي افغان سرتېري پخپلو منځو سیالي کوي.

ښاغلي بهرامي د افغان معلولو سرتېرو د لوبډلې د سرتېرو د سرښندنو ستاینه وکړه او په یادو سیالیو کې یې ورته بریا وغوښته.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باور لرو کوم اوسپینز هوډ چې تاسو لرئ د خپل دغه هوډ له مخې به په دغو سیالیو کې د افغانستان، افغان وسله وال ځواکونو او د ملي اردو د سرتېرو ښه استازیتوب وکړئ، تاسو پخپل هوډ او ځواک سره په دغو سیالیو کې برخه اخلئ او ان شاءالله بریالي کېږئ."

د انویکټوس"نه ‌ماتېدونکې" په نوم سیالۍ چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال په کب میاشت کې پېلېږي او اته ورځې دوام کوي په کې د افغانستان په ګډون د ۱۷ هېوادونو هغه سرتېري چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي ګډون کوي.

دا د دغه سیالیو درېیم پړاو دی چې د کاناډا په ټورنټو ښار کې به اته ورځې دوام وکړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په استازیتوب یو شمېر افغان معلولو سرتېرو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هغو سرتېرو د قربانیو او سرښندنو څخه قدرداني کول دي چې د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره يې قربانۍ ورکړي.

جنرال جان نېلکسن.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم خدمتونه چې تاسو خپل قوم او خلکو ته کړي موږ یې درناوی کوو او ستاسو قربانۍ ستایو او تاسو به ډېر ژر د ټورنټو په میدان کې د سیالۍ لپاره ښکته شئ او موږ ټول به هلته تاسو سره یو او تاسو به د سپورټ له لارې هم د خپل توان ښودنه وکړئ."

دغه سیالۍ چې په بېلا بېلو ۱۲ورزشي رشتو کې ترسره کېږي درې کاله وړاندې یې بریتانیاوې شهزاده هري بنسټ کېښود او هدف ‌یې د سپورټ له لارې د هغو سرتېرو روحیې او قربانیو ته درناوی دی چې په جګړو کې ټپیان شوي دي.

راپور: واصل وصال