ټاکنو کې د عدالت د تامین لپاره د یوې څوکۍ پر حوزوي سیسټم ټېنګار

د افغانستان د ملي محور مشرتابه او فعالان د افغانستان اوسنیو امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو په ټاکنو کې د نسبي عدالت د تامین لپاره د یوې څوکۍ پر حوزوي سیسټم ټېنګار کوي او وايي چې په هره حوزه کې باید یوازې د یوې څوکۍ لپاره سیالۍ وشي.

د جمعې په ورځ د محور مشرانو او فعالانو د پارلماني ټاکنو لپاره په پاتې کمه موده کې په ټولو سیمو کې د بريښنايي پېژند پاڼو وېش هم د امنتیي، کلتوري، د قومي ترکیب د نا انډولی او د ډېټا د ثبت پرمهال په ډېټاپېس کې د درغلیو د اندېښنو له وجې ناممکن وباله.

د محور د مشرتابه یو تن غړی خالقداد ستانکزی ازادي راډیو ته د تک کرسي یا د یوې څوکۍ د حوزوي ټاکنو د ښه والي په باب وویل:

"که زموږ دوستان ټاکنې په حوزوي شکل غواړي او تک کرسي سیسټم خوښوي دا ښه خبره ده، ځکه موږ په خوست ولایت کې ډېر میشت قومونه لرو، د افغانستان په شمال کې ډېر لوی قومونه لرو، په دې ټولو قومونو کې به حق حقدار ته ورسېږي، په مصارفو کې به يې کمی وي، امنیتي مسایل به يې کم وي او بل به يې د تقلب مخه ونیول شي."

د افغانستان د علومو اکاډمی کدري غړی سرمحقق ډاکټر اکبر جان فولاد د دې هېواد د راتلونکې سیاسي او امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره شفاف انتخابات ټاکوونکي بولي.

ډاکټر اکبر جان فولاد زیاتوي:

"که چېرې راتلونکې ټاکنې په رښتیني ډول وشوې او رښتیني استازي د خلکو راغلل، نو طبیعي ده چې حکومت به مو هم اصلاح وي، حاکمیت به هم په خلکو پورې تړلی وي، د حکومت او ولس تر منځ هغه واټن به ختم شوی وي او موږ به په رښتیني توګه د یو ملت په توګه په دې سیمه کې تبارز کوو."

مدني فعال زاهدشاه انګار په افغانستان کې ځینو موجودو ستونزو ته په کتو انديښنه لري چې ښايي راتلونکې ټاکنې او د برښنايي تذکرو وېش هم په سمه توګه ترسره نه شي.

ښاغلی انګار وړاندې وايي:

"د سیمې او د ګاونډیو هېوادونو پرله پسې مداخلو، په داخل کې د ځینو داخلي کړیو له خوا د شخصي ګټو لپاره د شدیدې نارواء مبارزې دې ټولو ته کتو زه وایم چې په افغانستان کې که هغه د الکټرونیکي تذکرو وېش دی هغه به هم نه وي شفاف، همدارنګه راتلونکې پارلماني ټاکنې هر څومره توقعات هم که موږ ولرو، بیا به هم شفافې نه وي."

د چارو شنونکی یوسف انتظار د ټاکنو د قانون پلي کېدنې او د سرتاسري امنیت ټېنګښت لپاره د افغان حکومت له خوا د لازم چاپیریال برابرول مهم بولي:

"تر هغو چې د ټاکنو قانون پلی نشي او سراسري امنیت رامنځته شوی نه وي، راتلونکې ټاکنې به نه شفافې وي، نه عادلانه او نه ډیموکراټيکې، موږ امیدواره یو چې دولت او د ټولټاکنو اړوند ارګانونه به د ټاکنو لپاره لازم چاپیریال رامنځته کړي."​

د ملي محور د فعالانو او ځايي اوسیدونکو د ناستې په پای کې یو پریکړه لیک صادر شو چې په هغه کې د ټاکنو او الکټرونیکي تذکرو په باب په جلا ، جلا ډول انديښنې او حل لارې په ګوته شوې وې.

په پرېکړه لیک کې راغلي ول، د پاکستان حکومت د افغانستان د یو شمېر سرحدي سیمو پر اوسیدونکود یاد هېواد د شناختي کارډونه ویشي او غواړي بیا په دې شواهدو د افغانستان د ځمکو ادعا وکړي.

دوی د افغان حکومت غوښتنه کړې چې تذکرې دې تر هر ځای مخکې د افغانستان د سرحدي سیمو په اوسیدونکو ووېشي.

تر اوسه پاکستان حکومت د افغانستان د مدني فعالانو د دې انديښنې په باب څه نه دي ویلي.

نجیب الله الوخېل