افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو پر لېږلو نړیوالې تبصرې

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو د لېږلو مسئله رااخیستې ده او په یوه برخه کې یې لیکي:

د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ترټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده او ولسمشر ټرمپ هلته د ځواکونو د پیاوړي کېدو پرلارو چارو غور کوي.

په دې ترڅ کې پوځي سلاکارانو د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ته ویلي دي، د نویو امریکايي پوځیانو د لېږلو موضوع باید ښکاره اهداف ولري.

د امریکا پوځ او استخباراتو موافقه کړې ده چې د افغانستان په جګړه کې باید بې تفاوته پاتې نه شي. ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د یوه امریکایي چارواکي خبره رااخیستې ده، دې چارواکي د خپل نوم له اخیستو ډډه کړې ده، دی پوښتنه کوي:

«اصلي سوال دا دی چې زموږ هدفونه او سټراټیژي بدله شوې ده؟»

د ورځپاڼې په باورد امریکا د دفاع وزارت یوه پخواني چارواکي ویلي دي، مخکې تردې چې دا مسئله راواخلو چې افغانستان ته د درې زره نورو پوځیانو استول سمه پریکړه ده که نه ده، باید دې ته فکر وکړو چې موږ څه غواړو چې ترلاسه یې کړو او هدف ته د رسېدو لپاره زموږ پلان څه دی.

ټایمز ورځپاڼه د یوه مسؤل په وینا وړاندې لیکي:

«دغه درې زره پوځیان به پوځي ثبات تأمین کړي او افغان ځواکونو ته به دا موقع مساعده کړي چې ځان سره راغونډ کړي».

بوسټن هرالډ:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېرمسئله یوې بلې ورځپاڼې بوسټن هرالډ هم څېړلې ده. دغه امریکایي ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر برخه کې له لوړو ژورو راوروسته چې په تېرو کلونو کې یې شاهدان وو، په نوي سټراټیژي کې داسې وړاندیز شته چې د داعش او القاعده د ځپلو ترڅنګ باید پر طالبانو هم فشار زیات شي.

د ورځپاڼې په باور د پوځیانو له زیاتېدو سره به دغه فشارطالبان مجبوره کړي چې خبرو ته کښیني او په دې ډول به په افغانستان کې چې له اوږدو کلونو راهیسې جګړې روانې دي، سوله راشي.

د بوسټن هرالډ په وینا ټول غواړي چې په دې وپوهېږي چې له پاکستان سره د امریکا په نوې سټراټیژۍ کې څرنګه چلند کېږي، له هغه هېواد سره چې له کلونو راپه دې خوا د طالبانو وسله‎وال هلته پناه‎ځای لري.

ورځپاڼه بیا ایران او روسیې ته هم اشاره کوي چې د یو شمېر راپورونو له مخې د طالبانو ملاتړ کوي، بوسټن هرالډ په کابل کې د ښه حکومتدارۍ مسئله هم یادوي او لیکي:

دا هغه مهم موضوعات دي چې د افغانستان لپاره باید په هره هراړخېزه سټراټیژۍ کې روښانه شوې وي چې څرنګه چلند ورسره کېږي.