پامیر۲۰مې فرقې چارواکي: د کندز-تخار لار کې۱۰ مخالفین وژل شوي

په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې د کندز- تخار د لویې لارې په اوږدو او د قلعه‎زال ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پامیر د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د جمعې د ورځې په سهار په قلعه زال ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې د حکومت لس تنه مخالف وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي کریمي همدارنګه زیاته کړه چې تېره شپه د کنذز-تخار د لویې لارې په اوږدو کې هم شپږ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان دي.

په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې دې ویاند ویلي چې په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان نه‎دی رسیدلی او افغان امنیتي ځواکونه هم تلفات نه‎لري.

وسله والو طالبانو له تیرو څو ورځو راهیسې د کندز – تخار لویه لاره تړلې ده.

له بلې خوا افغان چارواکي وايي، له وسله‎والو څخه د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د خانقا، خاش و قرغونداج کلي له وسله‎والو پاک شوي دي.

په شمال ختیځ زون کې د ملي اردو د پامیر شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې یمګان کې یې د عملیاتو په دې تازه پړاو کې د وسله‎والو طالبانو څلور تنه وژلي.

ښاغلي کریمي په دې عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د افغانستان د ملي اردو ځواکونه په داسې حال کې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د پرمختګ ادعا کوي چې پرون یې له وسلوالو طالبانو څخه ددې ولایت د اشکاشم او زیباک د ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی و.

یمګان ولسوالۍ له څه مودې راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.