د بغلان پر بورکه ولسوالۍ طالبانو ډله ییزه حمله پیل کړې

له بغلانه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه د برکه ولسوالۍ پر مرکز ډله ییزه حمله پیل کړې.

د بغلان د امنیتې قوماندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسن خېل چې د مرستندویه ځواکونو سره دې ولسوالۍ ته ورغلی نن سهار یې ازادي راډیو ته وویل، جګړه کمه شوې، طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په شا شوي دي.

نوموړي د وسله‎والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق شمېر یاد نه کړ او په جګړه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم جزئیات ورنه کړل.

بورکه ولسوالۍ د بغلان په ختیځ کې د کندز ځینو ناامنو ولسوالیو سره تړلې ده، د دې ولسوالۍ ځینې برخې لا له مخکې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.