د امریکا د دفاع وزیر د ترکيې له صدراعظم سره وکتل

د امریکا د دفاع وزیر د ترکيې له صدراعظم سره وکتل چې د کُرد وسله والو د تجهیزولو له امله د واشنګټن او انقرې ترمنځ په اړیکو کې پورته شوی کړکېچ حل کړي.

جېمز مټیس پرون په لندن کې د ترکيې له صدراعظم بینیامین یلدرم سره خبرې وکړې او د امریکا د دفاع وزیر وویل چې دا خبرې صادقانه، شفافې او هیله بخښونکې وې.

جیمز مټیس دا ومنله چې سوریه کې د داعش پر ضد جنګیدونکو کُردانو ته ورکونکې وسلې کیدی شي په عراق او ترکیه کې د کُردانو د کاګر ګوند یا پې کې کې وسله والو لاسته ورشي.

متحده ایالات او ترکیه د کُردانو پې کې کې ډله یوه تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل موږ د پې کې کې پر وړاندې جګړه کې له ترکيې ملاتړ کوو، موږ هېڅکله دې ډلې وسلې نه دي ورکړي او نه به يې ورکړو.

د ترکيې صدراعظم تردې کتنې مخکې خبرداری ورکړی و چې که امریکا په دې مسئله کې د ترکيې اندیښنه درک نه کړي نو ښايې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.