ټرمپ د اوکراین او روسي ډیپلوماټانو سره د لیدنو عکسونه خپاره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې له لوړ پوړو ډیپلوماټانو سره د جلا-جلا لیدنو عکسونه په ټویټر خپاره کړي او په دواړو هېوادونو یې ټینګار کړی چې خپله شخړه پای ته ورسوي او"سوله وکړي."

پرون ناوخته ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر ویلي:

"پرون ما په یوه ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاولو کالیمکین سره ولیدل. "

نوموړي د دې دوو لیدنو عکسونه هم خپاره کړي او ورسره یې لیکلي "راځئ سوله وکړو. "

دا عکسونه تائیدوي چې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره نااعلان شوې او کم ساري لیدنه وروسته له هغې کړې چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره یې لیدنه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټېلرسن سره د لیدنې لپاره واشینګټن کې و.

روسیه او اوکراین له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې وروسته له هغې په خپلو په کړکیچ کې دي چې روسیې د کریمیا ټاپوزمه له اوکراین بیله او روسیې سره یوځای کړه او همدارنګه یې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ پیل کړ.

د روسیې دې اقدام اروپايي ټولنه او امریکا اړه کړه چې پر مسکو بندیزونه ولګوي.