د اف بي ای د سرپرست مشر د کومي په اړه بېلابېلې ویناوې کړي

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اف بي ای سرپرست مشر پرون د دې ادارې د پخواني مشر د لېرې کولو په اړه په څو برخو کې د سپينې ماڼۍ د چارواکو د څرګندونو مخالفې ویناوې وکړ.

دوه ورځې وروسته له دې چې ښاغلي ټرمپ جېمز کومي له دندې لېرې کړ، د اف بي آی سرپرست مشر اندریو مک کېب د سنا د استخباراتو په کمېټه کې د وینا پرمهال وویل، د ټرمپ له همکارانو سره د روسي چارواکو د اړیکو په اړه د دې ادارې روان تحقیقات د خورا زیاتې پاملرنې وړ دي.

له دې یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ یوه ویاند دا تحقیقات چې د سنا له تحقیقاتو سره په یو وخت کې پرمخ ځي بې اهمیته وبلل.

له بلې خوا ولسمشر ډونالډټرمپ پرون وویل چې ان د امریکا د لویې څارنوالۍ د چارواکو له سپارښتنو مخکې هم ده د جېمز کومي د لېرې کولو پلان درلود.

ښاغلي ټرمپ پرون له ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د مرستیال لوی څارنوال راډ روزنشتاین له سپارښتنو سره سره ده کومي له دندې لیرې کاوه:

"هغه هم دا سپارښتنه کړې وه. هغه خورا دروند، ښه او ډېر هوښیار سړی دی. هم ډیموکراټانو ته او هم جمهوري غوښتونکو ته ګران دی.خو ما د هغه سپارښتنې ته له پام پرته پریکړه کړې وه چې کومي به لېرې کوم. ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د شوې موافقې مواد رعایتوي. "

دا څرګندونې ظاهراً د کومي د لېرې کولو په اړه د ټرمپ د ادارې د چارواکو له مخکینو څرګندونو سره په ټکر کې دي.