چارواکي: د اچین پاڅون کوونکي د سرحدي ځواکونو لیکو ته جذب شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ د ولسي پاڅون غړي د دې ولایت د سرحدي ځواکونو لیکو ته جذب شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا کسان به په هغو سیمو کې د امنیت په ټینګښت کې ونډه واخلي چې د داعش ډلې له وسله‎والو څخه ازادې شوي دي:

"په اچین ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره ولسي پاڅون کوونکي د سرحدي پولیسو په کنډک بدل شوي دي. دوی عملاً تجهیز او اکمال شوي او دا مهال په اچین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په لیکو کې چې دوی په قانوني ډول په‎کې جذب شوي د پاکو شویو سیمو په ساتنه کې دندې ترسره کوي. "

ښاغلي خوګیاڼي ونه ویل چې په کوم شمېر ولسي پاڅون کوونکي د سرحدي پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.

په اچین ولسوالۍ کې چې په افغانستان کې د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي اوس مهال پوځي عملیات روان دي.

د یکشنبې په ورځ افغان او امریکايي چارواکو وویل چې د عبدالحسیب په نوم د داعش ډلې یو مهم قوماندان په تېره اپریل میاشت کې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.