دفاع وزارت: که د روسیې له‌خوا فضايي سرغړونه ثابته شي جدي اقدام به وکړو

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې که په بدخشان کې د روسي جېټ الوتکو او په سرپل کې د هلیکوپټرو په واسطه د وسله‌والو سره د مرستو راپورونه رښتیا ثابت شي د اړتیا وړ اجرأت به ترسره کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او که څېړونکی پلاوی په دې اړه حقیقت ته ورسېږي افغان دولت به لازم اقدامات تر سره کړي.

دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"هر ډول سرغړونه چې شوې وي او یا کېږي زموږ په دغو څېړنو کې شامل دي د دفاع وزارت مرستیال جنرال افضل امان په بدخشان کې دی او ورته دنده سپارل شوې چې دا موضوع له نېږدې وڅاري او مراد علي مراد ته په سرپل او فاریاب کې دنده سپارل شوې چې موضوع وڅېړي او که څه پیدا شي موږ به ضروري اقدامات وکړو."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بدخشان د اشکاشم سیمې اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ داسې ویډیوګانې ثبت کړي چې په باور یې روسي الوتکې د افغانستان او بدخشان پر پوله ګرځي او د افغانستان له هوايي حریمه را اوړي.

له دې سره د سې شنبې په ورځ د سرپل سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې دوو هلیکوپټرو وسله‌والو مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.

شمال ته د دفاع وزارت تللی پلاوی د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ کې د وسله‌والو تر ولکې لاندې په پشت‌باغ سیمه کې د ناپېژانده الوتکو کېناسل نه‌ردوي خو وايي، په دې اړه څېړنې کوي چې دا مرستې او الوتکې د کوم هېواد دي.

مشرانو جرګه: حکومت دې سرپل کې مخالفینو ته د مرستو موضوع وڅېړي

له دې وړاندې د ملي شورا ځينو غړو او د شمالي ولایتونو اوسېدونکو بیا له وسله‌والو مخالفینو سره د روسیې او ایران له مرستو ویلي و.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، که ورته سرغړونې ثابتې شي افغانستان باید په لومړي سر کې له سیاسي لارو او ملګرو ملتونو ته د شکایت له لارې دا ستونزه حل کړي.

خو دی وايي، د دولت تېرو اقداماتو ته په کتو فکر کوي چې حکومت به یوازې د سیاسي هڅو له لارې ځيني اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرته دا موضوعات ثابت شي دولت کولای شي په ځينو اقداماتو لاس پورې کړي هغه اقدامات به تر ډېره سیاسي وي، دولت کولای شي ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي او کولای شي سفیر یې احضار کړي او د لومړي ځل لپاره دا خبره ورته په ګوته کړي."

خو دفاع وزارت بیا د دغو شکایتونو په ثابتېدو سره د خپلو اټکلي اقداماتو په اړه څه نه‌وايي.

له دې سره د چارو بل کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي، د دولت په پلټنو اوس باور ځکه نه‌شي کېدای چې په تېره کې هم په وار وار ورته شکایتونه شوي دي خو د حکومت غبرګون او اقدامات خورا پڅ و.

راپور: یوسف خان ځدراڼ