دفاع وزارت د سرپل صیاد کې د دوو ناپېژانده هلیکوپټرو کېناستل څېړي

په دې وروستیو کې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوو هلیکوپټرو کېناستلو د سیمه‌یيزو چارواکو، ولایتي شورا او د مشرانو جرګې اندېښنې راپورته کړې دي.

وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ناپېژندل شویو هلیکوپټرو د کېناستلو خبرې وشوې، افغان حکومت یو لوړپوړی پوځي پلاوی سیمې ته لېږلی څو د پېښې څرنګوالی وارزوي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد په مشرۍ دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ سرپل ته ورسېد او له سیمه‌ییزو چارواکو سره‌یې ولیدل.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هغه اندېښنې له ښاغلي مراد سره شریکې کړې چې ګواکې تېره اوونۍ دوه هلیکوپټرې د صیاد ولسوالۍ په پشت باغ کلي کې کېناستلې دي.

ښاغلی وحدت وایي، دغو هلیکوپټرو په قوي احتمال وسله‌والو مخالفینو ته اکمالات رسولي.

د سرپل والي ظاهر وحدت:

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان په وینا چې په‌خپله په سیمه کې د جګړې د کرښې مسؤلیت لري او موږ ته‌یې دقیقه خبره کړې ده، هغه موږ ته وویل چې هلکیوپټرې راغلې په پشت باغ کلي کې ښکته شوې، خو وایي، دا کار د شپې مهال شوی او په سمه توګه‌یې تفکیک ونه‌شو کړای چې هغه هلیکوپټرو څه رنګ درلود."

د سرپل چارواکي وایي، دا کار باید په سمه توګه وڅېړل شي، ځکه د دوی په خبره دغه هلیکوپټرې طالبان اکمالوي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وایي، اوس به په دې اړه پلټنې کوي چې دا هلیکوپټرې د افغان امنیتي ځواکونو وې که د کوم بل هېواد.

مراد علي مراد.

ښاغلی مراد وسله والو مخالفینو ته بهرني اکمالات مني او وايي:

"په دې کې شک نه‌شته چې د وسله‌والو ډلو بهرنۍ او کورنۍ ملاتړي هغوی اکمالوي، خو په دې اړه چې دا مرستې او الوتکې د کوم هېواد دي، تر اوسه معلومه نه‌ده، خو د اکمال په برخه کې موږ دا تجربه لرو له هغو سیمو څخه چې جګړې په‌کې شوي، له اکمالاتو پرته جګړه امکان نه‌لري، موږ د امنیتي ځواکونو له‌خوا راپورونه چې ترلاسه کړي تائیدوو یې."

د ښاغلي مراد په مشرۍ دغه پلاوی وایي، تر تحقیق وروسته به دقیق معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د سرپل د صیاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو ناپېژندل شویو هلیکوپټرو کېناستلو د ولایتي شورا او هم د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې راپورته کړې دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې ویلي چې مخالفینو ته د هوا له لارې مرستې رسول ورته د اندېښنې وړ ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد څه موده وړاندې د شمال د امنیتي وضعیت په اړه ویلي وو چې وسله‌والو مخالفینو خپل ټول پوځي تمرکز سرپل او فاریاب ولایتونو ته ځانګړی کړی دی.

ښاغلي جاهد ویلي وو سرپل او فاریاب د پېچلي جغرافیایي موقعیت له کبله د وسله‌والو ډلو لپاره اکمالاتي لارې دي.