دفاع وزارت وايي د بدخشان زیباک‌یې بېرته له طالبانو نیولی

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان د زیباک ولسوالي يې له وسله‌والو طالبانو بېرته نیولې ده.

د د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال په سیمه کې تصفیوي عملیات جریان لري.

نوموړي وسله‌والو مخالفینو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل:

"زیباک ولسوالي چې څو ورځې وړاندې دښمن نیولې وه نېږدې یوه بجه له دښمنه ونیول شوه، زموږ قوتونه د زیباک په ولسوالۍ کې دي تصفیه روانه ده وسلې او سلاح‌وې له دښمنه ډېرې پاتې شوې دي."

دغه‌شان د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان ځواکونو له‌خوا د زیباک ولسوالۍ بېرته نیول تائید کړي دي.

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ څو ورځې وړاندې تر یوې سختې نښتې وروسته وسله‌والو طالبانو ونیوله.

د بدخشان د سیمه‌ییزو مسؤلینو په خبره وسله‌والو طالبانو د زیباک ولسوالۍ زیاتره دولتي وسایل تخریب کړي دي.