سعید: د حزب اسلامي وسله‌وال وسلې پر ځمکه نه‌ږدي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د دغه ګوند وسله‌وال به خپلې وسلې په ځمکه کې‌نه‌ږدي خو د دولت په وړاندې به‌يې هم استعمال نه‌کړي.

د دغه ګوند یوه ویاند قریب‌الرحمان سعید د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل هېڅ‌څوک د حزب اسلامي د وسله‌والو ژوند نه‌شي تضمینولای نو ځکه خو دوی د ځان ساتنې په هدف وسلو ته اړتیا لري.

ښاغلی سعید وايي:

"د حزب اسلامي مجاهدینو ته ویل شوي چې خپلې وسلې د دولت په وړاندې ونه‌کاروئ بلکې د مخالفینو پر وړاندې چې د دوی پر ضد جنګ کوي باید له خپل ځانه د دفاع لپاره‌يې استعمال کړي، ځکه هغه مجاهدین چې په سنګرونو کې پراته دي او په هغوی د وسله‌والو مخالفانو له‌خوا حملې کېږي که چېرته دوی وسله پر ځمکه کېږدي څوک د دي تضمین کوي چې ژوند به يې خوندي پاتې شي."

ښاغلي سعید وویل چې د دولت او د حزب اسلامي د یو ګډ کمېسیون له لارې د دغه ګوند د کدرونو په ګوته کولو بهیر روان دی او ژر به د حزب اسلامي کدرونه په دولتي تشکیل کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د شوي هوکړه‌لیک په څوارلسمه ماده کې راغلي چې حزب اسلامي ژمن دي چې خپل ټول نظامي تشکیلات به منحلوي.