ایا د تعلیم حق د هېواد ټولو وګړو ته یو شان ته رسېدلی؟

په افغانستان کې د تعلیمي کال په پیلېدو سره سم د ماشومانو د ملاتړ اداره یا "Save the children" زده‎کړو ته د افغان ماشومانو پر نه‌لاسرسي اندېښنه ښودلې.

یاده اداره وايي، افغانستان کې یو په درېیمه برخه افغان ماشومان چې شمېر یې ۳،۷ میلیونو ته رسېږي ښوونځیو ته نه‎شي تلی او همدارنګه یې ویلي چې ورځ تر بلې په دغه شمېره کې زیاتوالی هم راځي.

د اساسي او بشري حقوقو د ددې اوونۍ خپرونه د تعلیم د حق په اړه بحث ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان په نافذه قوانینو کې د تعلیم د حق په اړه څه ویل شوي؟

ایا دا حق د هېواد ټولو وګړو ته رسېدلی؟

که نه دی رسېدلی لامل یې څه دی؟

په دې برخه کې نورې ستونزې څه دي، او د هواري لپاره یې اړوندو ارګانونو ته څه کول پکار دي؟

په دې پروګرام کې ورباندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ویاند احمد بلال صدیقي سره مو ورباندې بحث کړئ.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

اساسي او بشري حقوق

چمتوو کوونکی: سیدکمال شاه عارف