رسنۍ: کومي غوښتل ټاکنو کې ټرمپ سره د روسیې احتمالي همکارۍ وڅېړي

امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» مشر جېمز کومي څو ورځې مخکې تر دې چې ولسمشر ډونالد ترمپ‌یې له ذندې لیرې کړي غوښتل چې د خپلې ادارې د تحقیقاتو لړۍ د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او د روسیې تر منځ د احتمالي همکارۍ مسئلې ته وغځوي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې کومي د خپلو غلطیو او تېروتنو له امله چې هغه د روسیې له تحقیقاتو سره ارتباط نه‌لري، له دندې لیرې شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا پرون په سوچي ښار کې د کنګل هاکي یوه میدان ته تر ننوتو مخکې د جیمز کومې د لېرې کېدو په ارتباط د یوې امریکايي رسنۍ د خبریال پوښتنه داسې ځواب کړه:

"موږ په دې برخه کې هېڅ نفوذ نه درلود، ستاسو پوښتنه ماته بې ځایه ښکاري، ولسمشر ټرمپ د خپل قانوني واک له مخې دا کار کړی، موږ به پرې څه کار ولرو؟ ماته وګورئ، دا دی د کنګل هاکي میدان ته ورځم څو له خپلو مینه والو سره لوبه وکړم."

په واشنګټن، شیکاګو او یوشمېر نورو ښارونو کې بیا مظاهره کوونکي راټول شوي او غواړي د روسیې په اړه تحقیقات دې خپلواکو څارنوالو ته وسپارل شي.

خو په کانګرس کې ډموکراتانو د چهارشنبې په ورځ بیا خپلو تورونو ته زور ورکړ چې کومي د دې لپاره لیرې شو چې دغه تحقیقات کمزوري شي او هماغه د دې هڅه ده چې کانګرس اړشي یوې خپلواکې څېړنې ته چې سپینه ماڼۍ پرې نفوذ ونه‌لري اجازه ورکړي.

په داسې حال کې چې دواړه ګوندونه په واشنګټن کې له یو بل سره په لانجه کې دي، په واشنګټن، شیکاګو او یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهره کوونکي راټول شوي او غوښتنه‌یې کوله چې د روسیې په اړه تحقیقات دې خپلواکو څارنوالانو ته وسپارل شي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کومي د دندې تر لیرې کېدو څو ورځې مخکې له عدلیي وزارته د اضافي پیسو غوښتنه کړې وه چې «اېف. بي. ای» د روسیې په اړه د تحقیقاتو لپاره نور پرسونل استخدام کړي.