کامه‌وال: وسله‌وال طالبان د کندز ښار له څنډو ایستل شوي

افغان ځواکونو د دولت مخالف وسله‌وال د کندز ښار له څنډو په شا کړي دي.

د کندز د سپین‌زر زون عمومي قوماندان شیر عزیز کامه‌وال ازادي راډیو ته وویل چې د خان‌اباد له لوري تهدید و خو هلته د مخالفینو مهم قوماندانان وژل شوي دي.

دی زیاتوي:

"غټ قوماندانان‌یې د خان‌اباد پر سړک په تېرو څلورو ورځو کې وژل شوي دي، ملا جابر، شمشاد، ناصري چې لوی قوماندان و او تل به‌یې کندز تهدیداوه، له‌منځه تللي دي."

د کندز-تخار لویه لار لاهم د ټرافیکو پر مخ بنده ده او ویل کېږي چې د چهاردرې لور ته طالبان او نور وسله‌وال د ښار له څنډو لږ تر لږه دوه کېلومتره په شا شوي دي.