ترکیه: کرد جنګیالیو ته د امریکا وسلې ورکول د منلو وړ نه‎دی

ترکیه وایي، د امریکا متحده‎ ایالاتو هغه پرېکړه چې له مخې‎یې په سوریه کې کرد جنګیالیو ته وسلې ورکوي، د منلو وړ نه‎ده.

ترکیه خبرداری ورکوي چې دا پالېسي به د هېڅ‎چا په ګټه نه‌وي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال «Nurettin Canikli» نورالدین جانیکلې نن د چهار شنبې په ورځ ویلي چې انقره هیله لري چې د امریکا متحده ایالات به د "خلکو د خوندیتوب کنډکونو" په نوم دغې ډلې د ملاتړ پالېسي ختمه کړي.

نوموړي یوه ټلوېزیون ته ویلي:

"موږ د هغو ترورېستي سازمانونو حضور نه‌شو منلی چې د ترکیې راتلونکی ګواښي."

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې پنتاګون ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې چې د سوریې ډموکراتیک ځواکونو کردي څانګه په وسلو سمبال کړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند شان سپایسر د سې شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته په دې اړه وویل:

"د امریکا ولسمشر دفاع وزارت ته صلاحیت ورکړی چې د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو کرد غړي په وسلو سمبال کړي، دا یوه اړتیا ده چې د سوریې په رقه ښار کې د داعش په وړاندي څرګنده بریا یقیني کړي."

د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو یوه ویاند د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، دوی به ترورېزم ماتول ګړندي کړي.