د سپین بولدک-چمن لارې بندېدو خلک ستونزو سره مخ کړي

د کندهار د سپین‌بولدک-چمن تر منځ د لارې تړل کېدو هغه خلک له ستونزو سره مخ کړي چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره پاکستان ته ځي.

د سپین‌بولدک-چمن تر منځ پر دغه لار هره ورځ تر ۲ زره زیات کسان د سوداګرۍ، کاراوبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

اوس چې د تېرو شپږو ورځو راهیسې دغه لار تړل شوې نه‌یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته دروند زیان رسېدلی بلکې هغه کسان هم له ستونزو سره مخ شوي چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره پاکستان ته ځي.

سلګونه خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي د لارې د خلاصېدو په تمه په ځايي هوټلونو کې شپې تېروي د دوی له جملې څخه ډېری یې ناروغان دي.

پاکستان ته تلونکي افغان ناروغان.

دوی غوښتنه کوي چې لار دې د ناروغانو او سوداګرو پر مخ خلاصه شي:

"خلک ولاړ دي د دروازې څخه د تېرېدو اجازه نه‌ورکول کېږي موږ قانوني ویزې لرو خو بیاهم بند پاتې یو دا دی تاسې وینئ چې مریضان راسره دي."

په سپین‌بولدک کې د یوه سوداګریز شرکت مشر احمدالله وايي، هر ځل چې پاکستان لار تړي نو سوداګرو او خلکو ته په میلیونونه افغانۍ زیان اړوي.

د احمد الله په وینا دا ځل چې بیا لاره تړل شوې نو نه‌یوازې دلته کاراوبار په ټپه درېدلی بلکې د کرښې هغې غاړې ته په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ هم ولاړې دي چې د راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

چمن کې په توکو بار موټر.

نوموړي د دواړو هېوادونو پر حکومتونو غږ کوي چې سوداګري د سیاست قرباني نه‌کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په میلیونونو اففانۍ تاوان رسېدلی کاراوبار ولاړ دی خلک مأیوسه دي خوابدي دي هېڅ‌څوک هېڅ شي ته لاس نه‌شي اچولای."

په سپین‌بولدک کې د افغان کمېساري غړی جانان ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته تر اوسه د لارې د خلاصېدو په اړه اطمینان نه‌دی ورکول شوی.

د نوموړي په وینا پاکستاني سرحدي پولیسو ورته ویلي چې د لارې د خلاصېدو پرېکړه اسلام‌اباد کوي.

د سپین‌بولدک-چمن لار شپږ ورځې مخکې هغه مهال وتړل شوه کله چې افغان او پاکستاني پوځیانو په سپین‌بولدک کې د یوې سرشمېرنې پر سر جګړه وکړه چې دواړو لورو ته یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

دا په روان لمریز کال کې دوهم ځل دی چې پاکستاني چارواکو د سپین‌بولدک-چمن لار تړلې.

راپور: محمد صادق رښتینی