دنیا: ایا ناټو اشتباه تکراروي؟

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا په نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ لیکنې او تبصرې کړې دي.

انصار:

انصار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي د داعش او وسله والو طالبانو له منځه وړل د سپیڼې ماڼۍ له ستراتیژیک هدفونو څخه دي.

همدې ورځپاڼې د امریکا د جمهوري ریاست ویاند سین سپایسر له قوله لیکلي ډونالد ټرمپ داعش او وسله وال طالبان د امریکا لپاره یو خطر ګڼي، نو ځکه یې له خپلو پوځي مشرانو او د ملي امنیت له ټیم څخه غوښتي چې داسې ستراتیژۍ چمتو کړي چې په پلي کېدو سره یې دواړې ډلې وځپل شي.

په مطلب کې دا هم راغلي امریکايي پوځي چارواکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته مشوره ورکړې چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ځپلو او د افغان سرتېرو د روزنې لپاره د ناټو په چوکاټ کې نور سرتېري افغانستان ته ولېږي.

ورځپاڼې لیکلي دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو پنځلوسو کلونو کې د امریکایانو په ګډون شااو خوا ۱۵۰ زره بهرني سرتېري په افغانستان کې میشت و، خو د لیکوال په خبره په افغانستان کې یې امنیت او ثبات ټینګ نه کړ.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي له بریتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه شوې ده.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا ناټو اشتباه تکراروي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ناټو او امریکا د افغانستان جګړه دومره پېچلې او وپړسوله چې اوس یې سر او بر له دوی هم ورک دی.

د لیکوال په باور دمګړۍ د افغانستان جګړه د سیمې او نړۍ د سترو او متخاصمو قدرتونو په لاسونو کې لوېدلې ده چې ټول دلته د خپل دښمن د ځپلو پالیسي پرمخ وړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي امریکا بیا هم د افغانستان جګړې پر پوځي حل ټنګار کوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د افغانستان په تړاو د ټرمپ د ادارې ستراتیژۍ بشپړه شوې چې له مخې به یې طالبان د زور او فشار له لارې له جګړې راوګرځول شي.

او په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان له قوله لیکلي په افغانستان کې به د داعش ډله ژر له منځه ولاړه شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي له داعش سره مبارزه بریالۍ روانه ده، ځکه پخوا په افغانستان کې د داعش جنګیالو شمېر ۳۰۰۰ و، اوس چې ورباندې سخت ګذارونه شوي دي د نیکولس په وینا شمېره یې ۶۰۰ تنوته راښکته شوی.