ډونالد ټرمپ نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره ګوري

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به په سپينه ماڼۍ کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره نن وګوري.

سپينه ماڼۍ پرون وويل، دواړه مشران به د سوريې پر وضعيت او نورو نړيوالو مسايلو په خپلو کې خبرې وکړي.

له کله چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشر په توګه خپله دنده رسماً پيل کړې دا يې له يوه روسي چارواکي سره په لوړه کچه لومړۍ مخامخ خبرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ادعاوې کېږي روسيې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به نن له ښاغلي ټرمپ سره تر خبرو مخکې له خپل امريکايي سيال رکس ټېلرسن سره وګوري.