ناټو به افغانستان ته د بریتانوي سرتېرو لېږلو غوښتنه وکړي

ټاکل شوې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې د بریتانیا له صدراعظمې ترېزا‎ مې سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي او له هغې وغواړي چې افغانستان ته اضافي برېتانوي سرتېري واستوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ناټو مأموریت ته په پام د خپلو سرتېرو ونډه په منظمه توګه څاري، څو په دې هېواد کې د خپلو سرتېرو مناسب شمېر یقیني کړي.

دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ بریتانوي سرتېري پاتې دي.

همدارنګه د ناټو یوې سرچینې ویلي، ټاکل شوې چې د روانې مې میاشتې په پای کې به د ناټو مشران د بروکسل په غونډه کې د افغانستان په جګړه کې د دې پوځي تړون د راتلونکې ونډې په اړه خبرې وکړي.

دا مهال د ناټو په مشرۍ شااوخوا ۱۳ زره بهرني سرتېري په افغانستان کې د افغان ځواکونو سره د ملاتړ او روزنې په مأموریت بوخت دي چې په دې کې اته زره او ۴۰۰ امریکايي سرتېري دي.