ټرمپ افغانستان ته د ځواکونو استولو وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه په دې اړه چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي که نه؟ وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

سپایسر د امریکايي رسنیو د هغو راپورونو په اړه چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو ته تمایل لري، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"دا د پیسو او خلکو د غورځولو پوښتنه نه‌ده، بلکې په مأموریت او ستراتیژۍ پورې تړلې ده."

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، ولسمشر ټرمپ د خپل ملي امنیت له ټیم پوښتلي:

"موږ جګړه څنګه ګټلی شو؟ موږ ګواښ څنګه له‌منځه وړلی شو؟"

په خبري اژانسونو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، لوړپوړو امریکايي چارواکو افغانستان ته د افغان ځواکونو د ښه ملاتړ او روزنې لپاره د درې زرو په شااوخوا کې د اضافي امریکايي سرتېرو د استولو سپارښتنه کړې.