واشنګټن پوسټ: امریکا تیار دی د طالبانو ضد هڅې زیاتې کړي

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژۍ ته پام اړولی دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼه، د امریکا متحده ایالات تیار دی چې په افغانستان کې د طالبانو ضد هڅې زیاتې کړي، ترسرلیک لاندې لیکي، د امریکا د ولسمشر پوځي او د بهرنۍ پالیسۍ لوړپوړو سلاکارانو د افغانستان په اړه ستراتیژۍ کې د بدلون لپاره لوی وړاندیزونه کړي ترڅو متحده ایالات د طالبانو په وړاندې جګړې ته بېرته ور وړاندې شي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه امریکایي چارواکو ویلي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو لپاره نوی پلان چې هدف یې د سولې خبرو ته د طالبانو اړایستل دي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ تصویب ته اړتیا لري.

د امریکا دغه نوې ستراتیژي چې د ټرمپ د کابینې لوړپوړو غړیو یې ملاتړ کړی که تصویب شي، پراساس به یې د امریکا دفاع وزارت وکولای شي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر مشخص کړي او هم ښایي په نتیجه کې یې دغه پوځیان اجازه ولري چې وسله وال طالبان د هوایي بریدونو لپاره په نښه کړي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، تمه ده چې ټرمپ به د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي مخکې له دې چې د ناټو سر مشریزه د روانې میلادې میاشتې په پنځه ویشتمه په بروکسل کې وشي، اعلان کړي.

ورځپاڼې د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د افغانستان د چارو د څېړونکې اندریو ویلدر دا خبره را اخیستې چې ویلي یې دي، د ستراتیژۍ څېړل یو فرصت دی چې دا پیغام ورکړي، امریکا افغانستان ته نورځواکونه استوي خو دغه بحران له پوځي لارې نه بلکې د خبرو له لارې هوارېدای شي.

نیویارک ټایمز:

بلې امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم دا موضوع څېړلې او لیکي، د ولسمشر ټرمپ سلاکاران د افغانستان د جګړې د په ټپه درېدلي حالت د پای ته رسولو لپاره دې هېواد ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتونکي دي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شااوخوا دیارلس زره نړیوال ځواکونه دېره دي چې ۸۴۰۰ یې امریکایي سرتېري دي.

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې ویلي یې دي د څو سوو عملیاتي ځانګړو پوځیانو په ګډون ښایي له درې زرو نه ترپنځو زرو پورې نور سرتېري افغانستان ته واستول شي.

د ورځپانې په لیکنه ښایي د ناتو له نورو غړیو هېوادونو هم غوښتنه وشي چې خپله ونډه زیاته کړي او افغانستان ته په زرګونو نور سرتېري واستوي.

نیویارک ټایمز د یوې بلې موضوع یادونه هم کړې او لیکي، متحدو ایالتونو چې یوخت په افغانستان کې له سل زرو زیات سرتېري درلودل، ونشو کړای چې طالبان د سولې بریالیو خبرو ته وهڅوي خو ورځپاڼه د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او لیکي، د امریکا د پیاوړي پوځي حضور په نشتوالي سره به طالبان او د داعش په ګډون نورې ډلې د افغانستان د خاورې ډېره برخه ترخپلې ولکې لاندې راولي او د دوی دغه پرمختګ به د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ګرانه کړي چې په بشپړه توګه د داعش د له منځه وړلو لپاره خپله ژمنه عملي کړي.