مشرانو جرګه: حکومت دې سرپل کې مخالفینو ته د مرستو موضوع وڅېړي

د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل چې په سرپل ولایت کې وسله‎والو مخالفینو ته د هوا له لارې د مرستو رسولو په اړه پلټنې وکړي.

د دغې جرګې رئیس فضل‎الهادي مسلمیار نن د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، که دا رښتیا شي چې مخالفینو ته د هوا له لارې مرستې رسېږي، نو د اندېښنې وړ خبره ده.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې وسله‎والو مخالفینو ته د الوتکو په واسطه مرستې رسېدلې دي.

افغان حکومت او خپلواکو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.