داعش ډلې د یوه روسي سړي د سر پرې کولو وېډیو خپره کړه

داعش سخت دريځې ډلې د يوه سړي د سر پرې کولو وېډیو خپره کړې ده چې وايي، د روسیې د استخباراتو يو افسر و او په سوریه کې نيول شوی دی.

امریکا مېشتې د څار ادارې سايټ انټليجنس ګروپ د دوشنبې په ورځ ويلي، په دې وېډيو کې روسي ژبه ويل کېږي او یو سړی په تورو کالو کې ښکاروي چې له نورو روسي جاسوسانو غواړي چې خپل ځانونه تسليم کړي.

یوه ږيرور سړي وروسته د دې سړي سر په چاړه پرې کړ چې وايي، استخباراتي افسر دی او ډګروال يېفګیني پيترينکو پېژندل شوی دی.

دا وېډيو د روسيې تر هغو مراسمو مخکې خپره شوه چې پر نازي جرمني د متحدانو د بريا لمانځلو لپاره‌یې جوړ کړي دي خو د وېډيو کره‌والی سمدستي نه‌دی تائید شوی.

روسیه د سوريې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کوي.

د روسيې دفاع وزارت وايي چې په سوریه کې د ۲۰۱۵ میلادي کال له سپتمبر مياشتې راهيسي دېرش روسان وژل شوي دي.