د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که د روانې میاشتې تر پایه حکومت ورته بودجه ځانګړې نهکړي، نو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په روان لمریز کال کې ترسره نهشي.
د دغه کمېسیون غړي او ویاند عبدالبدیع صیاد نن سې شنبه په کابل کې د رأیې د ورکولو مرکزونو ارزیابي او نويو مرکزونو د تعیین په اړه جوړه شوې خبري غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د دوی لپاره دې د بودجې او په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د وړاندې شوې طرحې په اړه ژر ځواب ورکړي.
د دغه کمېسیون مسؤلین وايي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره شااوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
ښاغلي صیاد همدرانګه زیاته کړه، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دوی عملیاتي کارونه نېږدې بشپړ شوي دي.