ارزګان چارواکي: غیر قانوني صحي مرکزونه به وتړل شي

د ارزګان سیمه‎ییز چارواکي وايي، هغه کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې ناقانونه روغتونونه او درملتونونه‌يې خلاص کړي وي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر خان‎اغا میاخېل د سې شنبې په ورځ په ترینکوټ ښار کې د یو شمېر هغو ناقانونه روغتونونو او درملتونونو د تړلو پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې به د هغو روغتونونو او درملتونونو دروازې وتړي چې قانوني جواز ونه‌لري او یا هم تاریخ تېره درمل‌يې په درملتون کې پیدا شي.

ښاغلي میاخېل دا هم وویل چې په ارزګان ولایت کې دا مهال شااوخوا ۵۰ درملتونونه شته چې ګڼ شمېر يې قانوني جوازونه نه‎لري او ناقانونه فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې ارزګان د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د مسؤلینو په وینا، خلک‌يې تر ډېره له صحي خدماتو بې‎برخې او یا ورته خدمات په ښه توګه نه‌وړاندې کېږي.