د سوریې د حکومت او مخالفانو د مشرانو تر منځ غونډه جوړېږي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی به راتلونکې اوونۍ د سوریې د حکومت او مخالفانو د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو یوه غونډه جوړه کړي.

د سټیفن دي مېستورا دفتر پرون وویل چې دا خبرې په جنیوا کې کېږي او پایلې به‌یې د روانې میلادي میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.

ښاغلي دي مېستورا ویلي چې هیله لري څو د روسیې، ایران او ترکیې له‌خوا په سوریه کې د امن سیمو د جوړولو د تېرې اوونۍ پرېکړه د ملګرو ملتونو د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دا هم ویلي چې که د امن سیمو د جوړولو موافقه سمه عملي شي تاوتریخوالی به د پام وړ کم کړي.

ایران او روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد له رژیم ملاتړ کوي او ترکیه هم د رژیم د یو شمېر مخالفینو په خوا ده.